Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»کابل ښاروالۍ تېر کال ۱۲۵.۷۸ کيلو مټره سړکونه په اساسي ډول جوړ کړي
    افغانستان

    کابل ښاروالۍ تېر کال ۱۲۵.۷۸ کيلو مټره سړکونه په اساسي ډول جوړ کړي

    صابر افغانصابر افغان12 سپتمبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د کابل ښاروالۍ مسئولینو د امارتي ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو د تشريح پروګرام په دوام نن پنجشنبه د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې د خپلو يو کلنو لاسته راوړنو بهير شريک کړ مسولينو وويل: په تېر کال کې په ټولیز ډول ۱۲۵.۸۷ کیلومتره عمومي او فرعي سړکونه، سفالټ، کانکرېټ او په تېږو فرش شوي دي. د ۷۳۸۵۲ مربع متر په مساحت سړکونه د سفالټ په شکل ترمیم او د ۳۸۸۷۲ مربع متر په مساحت د نورو سړکونه داغګیري شوې ده.

    مسئولینو زیاته کړه، د ٢٥٠٠ مترو په اوږدوالي د کانال ساختمان او جبارخان سړک، د ۲۷۳ مترو په اوږدوالي د څرخي پله د تلاشي سيمې د کانال ساختمان، د ۵۱۱ مترو په اوږدوالي د خيرخانې درېيمې برخې د کانال ساختمان او د ۱۲۹۷ مترو په اوږدوالي د امنیت ښارګوټي د کانال ساختمان د لوېدیځې برخې چارې بشپړې شوي او د ۲۱۹۴ مترو په اوږدوالي د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک پورې د کانال ساختمان جوړولو د چارو دوام؛ په تېر یوه کال کې د کابل ښاروالۍ له فعالیتونو څخه دي.

    په همدې ډول، اتلسمه ناحیه کې د تعمیر ساختمان او د برېښنا برج، د ۱۷مې ناحیې د احاطې ساختمان او د کابل ښاروالۍ مربوطاتو کې د تیلو پمپ سټیشن ساختمان جوړول، همدارنګه په اتمه ناحیه کې د ښځو مارکیټ د ساختمان، له قصبې نه تر پنجصد فامیلیو پورې د زېرزمیني دکانونو ساختمان او د کابل ښاروالۍ مربوطاتو کې د ګرین هاوس او ګدامونو د ساختمان جوړولو چارو بشپړېدل، دغه راز د کابل ښار بېلابېلو ناحیو کې د څاګانو کیندل؛ د تېر کال پر مهال د کابل ښاروالۍ نور فعالیتونه دي.

     د مسئولینو په وینا، د اتمې او دولسمې ناحیې د ساختمانونو، د سنګ نوشتې فابریکې د تاسیساتو او د تره خیلو فابریکې د مسجد او تاسیساتو ترمیم، په تېر کال کې د کابل ښاروالۍ د کړنو یوه برخه ده.

    همدارنګه د سړک غاړو د ۵ زره څراغونو نصب او فعالول، د کابل ښار بېلابېلو ناحیو کې د ۹۷۰۰ تنویر پایو ترمیم، د ۶ څلورلارو ښکلي کول، د ښار په ۲۲ ناحیو کې د ادرس موندلو لوحو لګول، د عمومي او فرعي جادو رنګول او د کابل ښار له بېلابېلو برخو څخه د ۲۰۶۸ موانعو راټولول؛ په تېر کال کې د کابل ښاروالۍ له نورو اجرااتو څخه دي.

    په تېر کال کې د UNOPS په همکارۍ، د کوڅو او کانالونو د احداث او کانکرېټ اچولو او پارکونو د شنه کولو، ۲۰۰ پروژې تر پلان لاندې وې.

    همدارنګه د کابل ښار له ۲۲ ناحیو څخه ۵۲۶۰۸۰ ټنه کثافات د نظر وړ سیمو ته لېږدول شوي او د ۵۷۵۶۵ مترو په اوږدوالي عمومي کانالونه او ۴۰۵۰۴۴ متره د سړک غاړې ویالې هم پاکې شوي دي.

    مسئولینو د خپلو خبرو په دوام وویل: په تېر یوه کال کې په ټولیز ډول د نباتي بوټو ۲ میلیونه ډوله تولید، تکثیر او کېښودل شوي، شته پارکونه او نوي جوړ شوي پارکونه شنه شوي او په څرخي پله کې د مرنجان تپې، رحمان مېنې، کازینو او د قبال جومات شمال کې د پارکونو پر جوړولو کار روان دی.

    مسئولین زیاتوي، چې له لاس پلورونکو او کراچیو څخه د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو د مزدحمو ساحو پاکول، د سرغړونو له امله د ۲۶۲۶ اصنافو فعالیت په موقتي توګه ځنډول، د ۱۰۵۷ بې جوازه اصنافو پېژندنه، د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې ۱۱۹۵۷ اصنافو ته د جوازونو ورکړه، د ١٠٢ مارکېټونو او ۱۱ پمپ سټېشنونو ثبتول او د ژمي په موسم کې کابل ښاريانو ته د ډبرو سکرو وېش؛ د کابل ښاروالۍ له لاسته راوړنو څخه دي.

    د مسئولینو په خبره، د فلټرونو نشتون له امله د ۶۲۵ لوړ پوړیزه ودانیو بندول، د ۲۰۵۵۷۷ کیلو ګرامه تاریخ تېرو خوراکي او بې کیفیته مینځونکو توکو راټولول، د کابل سیند ته د ۸۲۵ لوړ پوړیزه ودانیو او استوګنې کورونو د فاضله اوبو د جریان بندول او اصنافو ته د ۸۸۷۲  صحي کارتونو وېش؛ د چاپېریال ساتنې برخه کې د کابل ښاروالۍ فعالیتونه دي.

    د مسئولینو د معلوماتو له مخې، د تفصیلي پلانونو طرحه، د سوداګریزو او استوګنیزو ساحو لپاره پیشنهادي طرحې، ساختمانونو ته د ۲۴۸ جوازونو او ۲۲ نقشو ورکړه او د ۵۵۳ نورو نقشو ویزه کول او د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې د ۳۰۹۵ ودانیو له سرغړونو مخنیوی؛ په تېر کال کې د کابل ښاروالۍ عمده لاسته راوړنې دي.

    مخکینۍ مقالهاسرائيلو د غزې په يوه ښوونځي بريد کې د ماشومانو په ګډون ۱۸ کسان شهيدان کړي
    راتلونکي مقاله له څو بېلابېلو ولايتونو ۱۵ تنه د غلا قتل او نورو جرمو په تړاو نيول شوي

    مربوطه لیکنې

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: د سرپرست حکومت اقتصادي پالیسي تائید شوه

    22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    د ليبيا هېواد مشهور سياسي فعال، مفسر او اسلامي تاريخ پوه دکتور علي‌ الصلابي د…

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    22 جون 2025

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.