Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»کابل ښاروالۍ: په اوولسمه ناحیه کې د۲۲۷مېلیونه افغانیو په لگښت د ښاري پراختیا لومړني کارونه پیل شول.
    افغانستان

    کابل ښاروالۍ: په اوولسمه ناحیه کې د۲۲۷مېلیونه افغانیو په لگښت د ښاري پراختیا لومړني کارونه پیل شول.

    عمران آغاعمران آغا22 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، د کابل ښار تلپاتې ودې لپاره له پرمختللو معیارونو سره سم په پلاني د غیر پلاني سیمو بدلولو او کور موندنې په موخه د کابل ښاروالۍ له لوري د اوولسمې ناحیې اړوند په نود فامیلیو سیمه کې د څه باندې ۲۷۷ مېلیونه افغانیو په لګښت د ښاري بیا پراختیا پروژې د لومړۍ برخې لومړني کارونه پیل شول.

    د کابل ښاروالۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دې پروژې لومړۍ برخه په ۱۴۱۸ متر مربع ځمکه کې د لسو پوړونو په لرلو سره د دوه بلاکونو جوړول په بر کې نیسي چې لومړی پوړ یې سوداگریز او پاتې ۹ نور به یې استوگنیز وي.: «په دې دوه بلاکونو کې ۱۰۸ استوگنیز آپارتمانونه، هټۍ او لوی پلورنځي هم په نظر کې نیول شوي دي.»

    د خبرپاڼې له مخې، په دې پروژه کې د زرغونو سیمو، پلو لارو، پارکینگونو او نوورو بنسټیزو اړتیاوو جوړول هم شامل دي.:«د پروژو د پلې کولو په موخه د ځمکې د استملاک لپاره له پرمختللو او نوو کړنلارو(د ځمکې بیا پراختیا او تنظیم) څخه د کابل ښار د تلپاتې ودې او پراختیا لپاره کار اخلي.»

    د یادونې وړ ده چې کابل ښاروالي پلان لري ترڅو د دې پروژې د دویمې برخې چارې هم د تخنیکي اسنادو او تدارکاتي پړاوونو تر بشپړېدو وروسته په راتلونکې کې پیل کړي.

    د یو بل خبر له مخې، د کابل ښاروالۍ له لوري د اوومې ناحیې اړوند د ده دانا له بازار څخه تر پډولې سړک او چهلستون پورې د پل حسن سړک د جوړولو او پراختیا لومړنۍ چارې پیل شوې.: «دغه سړک چې ( ۱۳۴۸) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، په دوه لیکو کې به د لښتیو، گلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په گډون په روان کال کې په معیاري توگه جوړ شي.»

    د یادونې وړ ده، اوس مهال د یاد سړک د جوړېدو په وړاندې د خنډونو له پاکولو سربېره، د خاورې لېږدولو او د لښتیو جوړولو چارې په عملي توگه روانې دي.

    مخکینۍ مقالهد امريکا د ويلادلفيا او ميامي ايالتونو په دوو جلا پېښو کې لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
    راتلونکي مقاله په سپین‌بولدک کې د اورلگېدنې له امله د اوښتو زیانونو دقیقه څېړنه کېږي.

    مربوطه لیکنې

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: د سرپرست حکومت اقتصادي پالیسي تائید شوه

    22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 23 جون 2025

    قطر پر العدید پوځي هډې د ایران برید وغانده

    د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره قطر کې د…

    قطر کې پر امريکايي پوځي هډې‌ ۳ توغندي په هدف لګېدلي

    23 جون 2025

    له قطر وروسته د ایران له خوا په بحرین، عراق او کوېټ کې هم پر امریکایي پوځي هډو توغندي وویشتل شول

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    قطر پر العدید پوځي هډې د ایران برید وغانده

    23 جون 2025

    قطر کې پر امريکايي پوځي هډې‌ ۳ توغندي په هدف لګېدلي

    23 جون 2025

    له قطر وروسته د ایران له خوا په بحرین، عراق او کوېټ کې هم پر امریکایي پوځي هډو توغندي وویشتل شول

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.