کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، د دولسمې ناحیې په احمدشاه بابا مېنه کې د ۱۳م، ۱۴م، ۱۵م او ۱۶م بلاک ترمنځ د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې چې د ځینو لاملونو له امله ځنډېدلې وې، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا بیا ځلې پیل شوې.
له کابل ښاروالۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه سړک (۲۸۶۰) متره اوږدوالى او (۴۰) متره سور لري، چې، د لښتیو، پلیولارو، د بايسکل چلولو کرښو او نورو جزئياتو په گډون به د روان کال په بهیر کې بشپړ شي. :«د دغه سړک (١٢٠٠) متره برخه قیر ته چمتو شوې او د پاتې نورو برخو د جوړولو چارې یې روانې دي.»
د یو بل خبر له مخې، د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملگرو ملتونو د پروژوې خدمتونو د دفتر په مرسته، د دوه ویشتمې ناحیې د لومړي گذر اړوند د بگرامیو په نو اباد سیمه کې د (۹۶۶) مترو په اوږدوالي او له (۲ څخه تر ۴،۵) مترو پورې په سور سره د (۷) کوڅو د کانکرېټ چارې روانې دي.: «په دې پروژه کې د لښتیو جوړول هم شامل دي چې تر دې دمه یې (۴۰) سلنه چارې مخته تللې دي او تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به بشپړې او ورسره جوخت به د سیمې د اوسېدونکو سیمهییزې ستونزې حل او گڼ شمېر آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي.»
په خبرپاڼه کې ویل شوي، له ښاري اسانتیاوو څخه د محرومو سیمو اوسېدونکو ته پاملرنه، د کابل ښاروالۍ لومړیتوب دی او په دې برخه کې په جدي توگه کار کوي.