د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید بلوڅ د سړک جوړونې او ودانیزو چارو د یو شمېر تړون لرونکو شرکتونو له استازو سره په لیدنه کې ویلي، چې د بېکیفیته کار کولو اجازه چاته نه ورکوو، چې ملي شتمني بېځایه ولگوي.
د کابل ښاروالۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، نوموړي د تړون لرونکو شرکتونو استازو ته ویلي، تر څو د پروژو په پلې کولو کې د کار کیفیت او چټکتیا ته پام وکړي.: «د پروژو په پلې کولو کې سرغړونې د کابل ښاروالۍ مشرتابه ته د منلو وړ نه دي او دا موضوع په جدي توگه څارل کېږي. د پروژو د پلې کېدو پر مهال د سرغړونې په صورت کې له تړون لرونکو شرکتونو سره تړون لغوه کېږي.»
بلوڅ زیاته کړې، د سړکونو جوړولو چارې باید په پوره رښتینولۍ،ایماندارۍ او پرته له غفلت څخه وشي، تړون لرونکي شرکتونه مکلف دي، چې د سړکونو د جوړولو چارې د ډېزاین له مخې په ټاکلي وخت او ښه کیفیت بشپړې کړي.: «هېچاته اجازه نه ورکول کېږي چې د بېکیفیته کار په کولو سره ملي شتمنۍ د بېځایه لگښت او د وخت ضایع کېدو لامل وگرځي.»
ښاغلي بلوڅ د تړون لرونکو شرکتونو له استازو غوښتنه وکړه، څو د کار پر مهال د خوندیتوب مسئایلو، اوبو شیندلو او د اضافي توکو لېږدولو ته پام وکړي.
دغه راز کابل ښاروال له ملي پانگهوالو او کورنیو ودانیزو شرکتونو څخه د ملاتړ ترڅنگ، د معیاري ودانیو پر جوړولو ټینگار کړی تر څو د کابل ښار د معیاري ودې او پراختیا لپاره زمینه برابره شي.: «کابل ښاروالي تل د ښار په کچه د پروژو د کار بهير څاري څو د کابل ښار ابادۍ ته د ښاريانو له تمې سره سم زمينه برابره او د عامه شتمنيو د ضايع کېدو مخه ونيول شي.»
کابل ښاروالي د هېواد په هغو ادارو کې یادېږي، چې په کم وخت کې یې د ښار بڼه بدله کړه او سلگونه رغنیزې پروژې یې پلې کړې او په سلگونه رغنیزو پروژو کار روان دی.