Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»کابل کې د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د ډيالوگ شپږمه ناسته ترسره شوه
    افغانستان

    کابل کې د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د ډيالوگ شپږمه ناسته ترسره شوه

    صابر افغانصابر افغان20 اگست 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د هېواد بهرنیو چارو وزارت کابل کې د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د ډيالوگ د شپږمې ناستې د ترسره کېدو خبر ورکړی.

    دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې د تېرو ناستو پر پرېکړو د بیاکتنې ترڅنگ د درې واړو هېوادونو ترمنځ پر سياسي، اقتصادي او ټرانزیټي برخو کې د اړيکو پر پياوړتيا ټينگار شوی دی.

    د خبرپاڼې له‌مخې، مولوي امیرخان متقي په دې ناسته کې ویلي، چې سيمه کې په گڼو برخو کې د همکاريو د پراختيا لپاره مختلف فرصتونه راټوکېدلي دي او باور لرو چې موږ او تاسې وتوانېږو له دغو فرصتونو څخه د خپلو هېوادونو په گټه استفاده وکړو.

    نوموړي زیاته کړې، چې دغه درې اړخيز ميکانيزم موږ ته د دې فرصت راکوي‏ چې د همکاريو د لا پراختيا پر لارو چارو عملي او متمرکز بحثونه ولرو.

    له بل لوري د چين د بهرنيو چارو وزير افغانستان سره د خپل هېواد اړيکې مخ پر وده بللي او زياته کړې یې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ په گڼو برخو کې پراخې شوې دي

    ورته مهال د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د درې واړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ناسته‏مهمه بللې او دا یې د اړوندو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د پراختيا ښه فرصت بللی دی.

    مخکینۍ مقالهمولوي امیرخان متقي پاکستاني پلاوي ته؛ اسلام اباد دې د سوداګرۍ برخه کې د ستونزو د هواري هڅه وکړي
    راتلونکي مقاله د خليفه سراج الدين حقاني او وانګ‌يي‌ کتنه؛ د ګډو پولو په امنيت خبرې شوي

    مربوطه لیکنې

    د پرځېدلي جمهوریت پر مهال د ارګ ویاند، نجیب ازاد: اسلام اباد ته تلونکو اشخاصو کې قاچاقبره فوزیه کوفي هم شامله ده

    20 اگست 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    20 اگست 2025

    د خليفه سراج الدين حقاني او وانګ‌يي‌ کتنه؛ د ګډو پولو په امنيت خبرې شوي

    20 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 اگست 2025

    ویرجینیا کې د امریکا اېف‌-۱۸ جنګي الوتکه لوېدلې

    امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د سمندري ځواک یوه «اېف-۱۸» جنګي الوتکه…

    د افغان حکومت مخالفین؛ واشنګټن په اسلام آباد پلورلي

    21 اگست 2025

    د حماس پوځي څانګې د غزې خان‌یونس کې پر اسرائیلي پوځیانو سرتېری برید ترسره کړی

    20 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ویرجینیا کې د امریکا اېف‌-۱۸ جنګي الوتکه لوېدلې

    21 اگست 2025

    د افغان حکومت مخالفین؛ واشنګټن په اسلام آباد پلورلي

    21 اگست 2025

    د حماس پوځي څانګې د غزې خان‌یونس کې پر اسرائیلي پوځیانو سرتېری برید ترسره کړی

    20 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،001 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،948 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،968 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.