
کابل کې د ترکيې سفارت پر خپله اېکس پاڼه په ننګرهار کنړ او لغمان ولايتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله په اوښتو تلفاتو خواشيني ښودلې او افغان ولس ته یې خواخوږي وړاندې کړې.
سفارت زياته کړې:«وفات شویو ته له الله تعالی څخه مغفرت او ټپیانو ته د بیړنۍ روغتیا هیله کوو، ورور افغان ولس ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو.»