کابل کې د ترکیې هېواد سفارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د وزير خليل الرحمن حقاني شهادت غندلی او ياده پېښه یې ترهګريز بريد بللی.
د ياد سفارت په خبرپاڼه کې راغلي«په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني نن د ترسره شوي برید په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، موږ هر ډول ترهګري غندوو، او افغان ولس ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو».
د يادونې وړ ده چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزير خليل الرحمن حقاني نن له غرمې وروسته د کډوالو چارو وزارت په انګړ کې د داعش ډلې په يوه ځانمرګي بريد کې په شهادت ورسېده.