
په کابل کې د ترکیې سفارت شارژدافیر سادین ایلدیز، نن (یکشنبه) د کانونو او پټرولم له وزیر، ملا هدایتالله بدري سره کتلي.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو او نورو اړوندو موضوعاتو خبرې کړي.
کتنه کې د ترکیې شارژدافیر ویلي، ترکي شرکتونه لېوالتیا لري څو د سرو زرو او نورو کاني زېرمو په برخه کې پانګهونه وکړي.
په ورته مهال د کانونو وزیر، د ترکیي پانګهوالو د لېوالتیا هرکلی کړی او دغه راز یې د افغانستان پر کانونو په ځانګړې توګه د نفتو او ګازو پر زېرمو د پانګهونې بلنه ورکړې ده.

