د پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، چې د کابل د پغمان ولسوالۍ په کلا حیدرخان سیمه کې د تېرې شپې اورلګېدنې يو شمېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د یادې ادارې رییس وايي، چې په دغه پېښه کې ۶ تنه مړه شوي او ۹ تنه نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، د اور د خپرېدو مخه نيول شوې او د دې پېښې له امله د اوښتو مالي زيانونو کره شمېره تر اوسه نه ده معلومه.