Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»کابل کې د داعش ډلې یوه شبکه نیول شوې
    افغانستان

    کابل کې د داعش ډلې یوه شبکه نیول شوې

    صابر افغانصابر افغان13 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د المرصاد په نامه د یوې رسنۍ په حواله، افغان امنیتي ځواکونو د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د داعش ډلې یو مرکز کشف کړی.

    د یادې رسنۍ د راپور پر بنسټ، افغان امنیتي ځواکونو د تېرې چهارشنبې په ورځ په پنځمه ناحیه کې د داعش ډلې پر یو مرکز عملیات کړي او د دې شبکې یو شمېر غړي یې نیولي دي.

    که څه هم د نیول شوو داعشیانو کره شمېره نه ده ښودل شوې؛ خو له یاد مرکز څخه ګڼ شمېر وسلې، چاودېدونکي توکي او مهمات هم تر لاسه شوي.

    د دې شبکې غړو غوښتل چې د محرم میاشتې په مراسمو باندې بریدونه وکړي، خو له یادو مراسمو وړاندې افغان امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې دغه مرکز کشف او د کېدونکو بریدونو مخه ونیسي.

    د دې مرکز مسوول افغان دی او په پاکستان کې داعش ته جذب شوی، په بلوچستان کې یې له یوې پاکستانۍ ښځې سره واده کړی او افغانستان ته د ترهګریزو بریدونو په موخه راستول شوی و.

    د یادې سرچینې په خبره، په نیول شوو داعشیانو کې هغه کسان هم شامل دي، چې څو میاشتې وړاندې یې د کابل ښار په کوټه سنګي سیمه کې د اهل تشیع د یو سپرلۍ په موټر برید کړی و.

    له نیول شوو داعشیانو داسې نوملړ هم تر لاسه شوی، چې غوښتل یې په پاکستان کې د ځینو مذهبي علماوو، مدرسو او حکومت مخالفو مطرح سیاستوالو باندې یې د بریدونو پلان درلود.

    یادو کسانو د افغانستان سربېره په ځینو نورو هېوادونو کې هم ځینې خلک په نښه کول.

    مخکینۍ مقالههرات: د “تور غونډۍ” بندر له لارې منځنۍ اسیا ته د هیواد د صادراتو کچه دوه برابره شوې ده.
    راتلونکي مقاله مسیر ورځپاڼه: چاپېریال ساتنه یوازې د حکومت او موسسو کار نه دی، بلکې د هر وگړي مسوولیت هم دی.

    مربوطه لیکنې

    د اسلامي ملي اردو ۱۵۲ سرتېري د دافع هوا له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

    20 نوومبر 2025

    د کندهار په ژېړۍ او خاکرېز ولسوالیو کې ۱۵ سړې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

    20 نوومبر 2025

    ننګرهار کې ۱۵۲ پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

    20 نوومبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 20 نوومبر 2025

    د سقوط خیالي خبرتیاوې؛ د اسماعیل خان ګواښ رښتینی دی؟

    د اسلامي ملي اردو ۱۵۲ سرتېري د دافع هوا له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

    20 نوومبر 2025

    پاکستاني طالبانو د سړک غاړې ماين چاودنې پر مټ ۹ پوليسو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    20 نوومبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سقوط خیالي خبرتیاوې؛ د اسماعیل خان ګواښ رښتینی دی؟

    20 نوومبر 2025

    د اسلامي ملي اردو ۱۵۲ سرتېري د دافع هوا له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

    20 نوومبر 2025

    پاکستاني طالبانو د سړک غاړې ماين چاودنې پر مټ ۹ پوليسو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    20 نوومبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،085 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،024 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،078 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.