کابل ښاروالۍ وايي، د دولسمې ناحیې اړوند د ۱۹م ګذر د څرخي پله په سیمه او د ۳۱م ګذر اړوند په دولت آباد سیمه کې د دوو فرعي سړکونو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې وسپارل شول.
په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، د ۱۹م ګذر سړک (۶۱۰) متره اوږدوالی، د ۳۱م ګذر کې سړک (۴۰۰) متره اوږدوالی او له (۶ څخه تر ۷) مترو پورې سور لري.
د یادو سړکونو چارې د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د (۱۲.۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۴) میاشتو په موده کې بشپړې شوې.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو سړکونو په جوړېدو سره به د یادو سيمو د خلکو ګڼې ستونزې هوارې شي او ترانسپورټي او ټولنیزو آسانتیاوو ته به لاسرسی ومومي.
کابل ښاروالۍ له ښاریانو غوښتي چې د سړکونو ساتنې ته پام وکړي ترڅو یې له ژر ویجاړېدو څخه مخنیوی وشي.