Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»کابل کې د شاه او عروس بند کار بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو
    افغانستان

    کابل کې د شاه او عروس بند کار بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

    صابر افغانصابر افغان31 دسمبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند کار بشپړ شوی او نن د ریاست الوزرا د اقتصادي، سياسي، او اداري مرستيالانو سربېره د کابينې د لوړپوړو غړو، د خصوصي سکټور استازو، او د سيمې د اوسېدونکو په شتون کې یې د پرانستې مراسم ترسره شول.

    مراسمو ته د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په خپلو خبرو کې په ننۍ نړۍ کې اوبه په اقتصادي او سياسي اړيکو کې د بحث مهم ټکی ګڼلی او ويلي یې دي چې په يو شمېر هېوادونو کې د اوبو ارزښت تر نفتو او قيمتي کاڼو هم ډېر دی.

    ښاغلي برادر اخوند زياته کړې چې په افغانستان کې تېرو حکومتوليو د تحميل شويو جګړو او يو شمېر کورنيو او بهرنيو عواملو له امله د اوبو د مديريت هڅه نه ده کړې؛ خو اوس اسلامي امارت د اوبو ارزښت او اړتيا درک کړې او په همدې موخه یې د نورو پروژو سربېره د شاه او عروس بند ګټې اخيستنې ته وسپاره، چې په بشپړېدو سره به یې بزرګرانو ته د ځمکې خړوبولو اوبه برابرې شي، او د برښنا پر توليد سربېره به په فردي او ملي اقتصادي وده کې مهم رول ولوبوي.

    په يادو مراسمو کې دغه راز د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير ويلي چې د شاه او عروس بند بشپړېدل د پرمختګ او ځان بساينې په لور مهم ګام دي، اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي ويلي چې د هېواد د اوبو مديريت او کنټرول د افغانستان مهمه اړتيا ده او اسلامي امارت په دې لاره کې کوټلي ګامونه پورته کوي، او دغه راز د اوبو او انرژۍ وزارت وزير ملا عبدالطيف منصور بيا ويلي چې اسلامي امارت د لويو پروژو تطبيق ته ژمن دی.

    د یادونې وړ ده چې شاه او عروس بند د ۷۸متره لوړوالي په درلودو سره د ۹.۴میلیون مترمکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري، چې شاوخوا ۳۵۰۰ هکټاره ځمکه به خړوبه او همداراز به ۱.۲میګاواټه برېښنا تولید کړي.

    مخکینۍ مقالهد پاکستان طالبانو غورځنګ: د کويټې پر عمومي سړک د طالبانو په جامه کې غلا د پوځ کار دی
    راتلونکي مقاله چینایي هېکرانو د امریکا له خزانې وزارت څخه محرم اسناد غلا کړي

    مربوطه لیکنې

    جوزجان کې د دوه کورنیو ترمنځ د ملکیت پر سر رامنځته شوې خونړۍ دښمني پای‌ته ورسېده

    2 اگست 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    2 اگست 2025

    افغانستان کې د ۱۰ میلیارد ډالرو په پانګونې سره د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید هوکړه لاسلیک شوه

    2 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 3 اگست 2025

    د سکاټلنډ لومړی وزير جان سوييني: پر غزې د اسرائيل بريدونه ښکاره نسل وژنه ده او انکار ترې نه شي کېدای

    ګارډین ورځپاڼې په یوه خپاره کړي راپور کې د سکاټلنډ د لومړي وزیر جان سوییني…

    پاکستاني طالبانو ډېره‌اسماعیل خان کې د پوځ اکمالاتي کاروان ته کمین ورکړی

    3 اگست 2025

    د اشرف غني بې وفا، نا اهله ټیم او ترمنځ یې روانې ناندرۍ

    3 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سکاټلنډ لومړی وزير جان سوييني: پر غزې د اسرائيل بريدونه ښکاره نسل وژنه ده او انکار ترې نه شي کېدای

    3 اگست 2025

    پاکستاني طالبانو ډېره‌اسماعیل خان کې د پوځ اکمالاتي کاروان ته کمین ورکړی

    3 اگست 2025

    د اشرف غني بې وفا، نا اهله ټیم او ترمنځ یې روانې ناندرۍ

    3 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،992 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،930 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،937 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.