
په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ، د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتنه کې پر دوو اړخیزو همکاریو، سیمهییزو تحولاتو او د چین اورمچي ښار کې د روانو مذاکراتو د بهیر په تړاو خبرې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ښاغلي متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د مثبتې ارزونې ترڅنګ له خپل چینايي سیال څخه په اورمچي کې د مذاکراتو د تنظیم او کوربتوب له امله مننه کړې.
د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې تر دې دمه ګټورې خبرې شوې دي او هیله ده، چې جزئي تعبیرات د مذاکراتو د پرمختګ خنډ نه شي.
په کابل کې د چین سفیر هم د اورمچي د مذاکراتو په اړه وروستي معلومات د هېواد د بهرنیو چارو وزیر سره شریک کړي او ویلي یې دي، چې هېواد یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور فضا د رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.
نوموړي زیاته کړې چې د سیمې د جیوپولټیک وضعیت په درک سره تمه ده چې د افغان حکومت او د پاکستان پوځي رژیم ترمنځ د باور جوړونې بهیر، نېک نیت او د تاوتریخوالي نشتون دوام ومومي.

