Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»کابل کې د یو مېلیارد افغانیو په ارزښت درې مهمې پروژې پرانیستل شوې
    افغانستان

    کابل کې د یو مېلیارد افغانیو په ارزښت درې مهمې پروژې پرانیستل شوې

    صابر افغانصابر افغان27 اپریل 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن په کابل کې د شاوخوا یو مېلیارد افغانیو په ارزښت د کابل ښاروالۍ درې مهمې پروژې پرانیستل شوې.

    له اقتصادي معاونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغو پروژو کې د خیرخانې کوتل سړک دوهم لاټ، له شهید څلورلارې تر قصبې پورې د غځېدلي سړک لومړۍ برخه او د هوايي ډگر له څلور لارې بیا تر گمرک پورې د غځېدلي سړک جوړولو پروژې پرانیستل شوې. د یادو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې ښاغلي برادر وویل، کابل ښاروالي د ښار د ښکلا او منظموالي په موخه ډېرې هڅې کوي چې د پخوا په پرتله د ښار بڼه منظمه شوې، موږ یې ټولې شوې هڅې ستایو او پر هېوادوالو غږ کوو چې د ټولگټو پروژو په ساتلو کې له حکومت سره همکاري وکړي.

    نوموړي د کابل ښاروالۍ مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، چې یادې پروژې په ټاکلي وخت او ښه کیفیت سره بشپړې کړي.یادې پروژې د خیرخانې کوتل سړک دوهم لاټ ۲۵۲۰ متره اوږدوالی او ۶۰ متره پلنوالی لري چې چارې به یې د ۳۶۴مېلیون افغانیو په لگښت سره په ۲۰ میاشتو کې بشپړې او گټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

    له شهید څلورلارې تر قصبې پورې د غځېدلي سړک د لومړۍ برخې پروژه ۱۸۹۰متره اوږدوالی او ۴۵متره پلنوالی لري، چې ټولټال پرې ۱۷۵مېلیونه افغانۍ لگښت او په یو کال کې گټې اخیستنې ته سپارل کېږي.

    د هوايي ډگر له څلورلارې بیا تر گمرک پورې د غځېدلي سړک پروژه ۲۷۹۴متره اوږدوالی او ۶۰متره پلنوالی لري، چې ۴۰۷مېلیونه افغانۍ لگښت پرې راځي او ټاکل شوې چې په ۲۰ میاشتو کې به یې چارې بشپړې او گټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

    د یادونې وړ ده، دغه پروژې ویالې، پلې لارې، گلدانونه، برېښنا، تمځایونه، د سړک د سر خط کول، د ترافیکي نښو نصبول او د یوه معیاري سړک نورې برخې هم لري، چې مالي لگښت یې د کابل ښاروالۍ له لوري ورکول کېږي.

    مخکینۍ مقالهمالیزیا د سایبري امنیت په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي
    راتلونکي مقاله هلمند کې د یتیمانو لپاره د یوه ښارگوټي د جوړېدو ډبره کېښودل شوه

    مربوطه لیکنې

    تېر کال هېواد کې څه باندې دوه میلیونه الکترونیکي تذکرې وېشل شوې

    30 مارچ 2026

    د افغان حکومت مشرتابه د فرمان له امله افغانستان کې د کوکنارو کښت کچه په یې ساري ډول ټيټه‌ شوې

    30 مارچ 2026

    بریټانیا، فرانسه او بلجیم کې افغانانو د پاکستان پوځي رژیم پر ضد لاریونونه کړي

    30 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 31 مارچ 2026

    بلوڅ وسله والو په ۳۰ بريدونو کې لسګونه پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

    د بلوڅ بېلتون پالو نشراتي ادرسونو ويلي، چې بلوڅ وسله والو (بي اېل اې) د…

    د اسرائیلي رژيم څلور عسکر په لبنان کې وژل شوي

    31 مارچ 2026

    بلوڅ وسله والو کويټه‌ کې د پاکستاني رژیم دوه تنه پولیس هلاک کړي

    30 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بلوڅ وسله والو په ۳۰ بريدونو کې لسګونه پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

    31 مارچ 2026

    د اسرائیلي رژيم څلور عسکر په لبنان کې وژل شوي

    31 مارچ 2026

    بلوڅ وسله والو کويټه‌ کې د پاکستاني رژیم دوه تنه پولیس هلاک کړي

    30 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،130 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،086 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،157 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.