کابل ښاروالۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د ۳۳۰۰ مترو په اوږدوالي، د ۶۰ مترو په سور او د ۳۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوویشتمې ناحیې اړوند تر کابل- جلال آباد سړک پورې د بګرامیو- لته بند سړک د لومړۍ برخې د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې.
خبرپاڼه کې راځي چې د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري په وینا؛ دا سړک په ختیځ زون کې د اقتصادي دهلیز په توګه یو مهم سړک بلل کیږي چې، چارې به یې تر راتلونکو ۱۸ میاشتو پورې بشپړه شي.
نوموړي زیاته کړې چې، اوس مهال د یاد سړک د کیندنو، خاورې لېږدولو، د لښتیو جوړولو او د ۱۵ استملاکي ملکیتونو د پاکولو چارې پیل شوې دي ترڅو د سړک اساسي جوړولو ته زمینه برابره شي.
خبرپاڼه زياتوي چې د ياد سرک په اوږدو کې د یوه پل څو پلچکونو، ګلدانونو او تم ځایونو جوړول، د روښنایۍ څراغونو نصبول، د سړک په اوږدو کې د استنادي دېوال جوړول او په سړک د کرښو اچول هم د دې پروژې برخه دي.