کورنيو چارو وزارت وايي کابل ولایت کې یو کس له ۷۷۴۲ عدده زیکپ او ۳۰ عدده تابلیت کا ګولیو په تړاو نیول شوی دی.
د ياد وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د کشف تخنیکي تدقیق ریاست اړوند راډیویي کشف او پیسو د تطهیر مدیریت منسوبینو لخوا د کابل ښار ۱۵ حوزې څخه د یو لړ کشفی عملیاتو په پایله کې یو کس له ۷۷۴۲ عدده زیکپ او ۳۰ عدده تابلیت کا ګولیو سره یوځای نیول شوی دی