شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د کورنیو چارو وزارت ویاند، مفتي عبدالمتین قانع وایي، پولیس ځواکونو د ټرافیکو لوی ریاست په همکارۍ د تېرې اوونۍ په اوږدو کې یو زر ۳۱۰ بېاسناده او د تورو شیشو لرونکي موټر درولي دي.د ښاغلی قانع په خبره، له دې شمېرې ۱۲۷ موټر د کابل ښار دننه د تلاشۍ په ځایونو کې متوقف شوي او د پولیسو ښارګوټي ته لېږدول شوي دي. د نوموړي په وینا، پاتې ۱۱ سوه ۸۳ موټر په ولایتونو پورې اړوند وو، چې کابل ښار ته د ننوتو اجازه نه ده ورکړل شوې او بېرته خپلو ولایتونو ته ګرځول شوي دي.
ملي دفاع وزارت: پاکستانی رژیم خپلو عسکرو ته د اوښتو زیانونو د پټولو لپاره بېبنسټه ادعاوې کوي11 مارچ 2026
بهرنیو چارو وزارت: افغان حکومت غواړي له امریکا سره د بندیانو موضوع د رغنده تعامل له لارې پایته ورسوي10 مارچ 2026