د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت خبر ورکوي چې د ياد معینیت د کشف تخنیکي تدقیق ریاست او د استخباراتو منسوبينو په ګډه همکارۍ د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې د کابل ښار پنځمې حوزې ارغندۍ سیمه کې ۶۵ کیلوګرامه چرس کشف او نیول شوي.
همدارنګه ياد معينيت زياتوي چې د يادې پېښې په تړاو یو شکمن کس هم نیول شوی چې له لومړنيو پوښتنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.
د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت او ولايتي مديريتونو په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د نشه يي توکو کارخونې له منځه وړي، قاچاق کوونکي یې نيولي، او په لوړ شمېر نشه يي توکي یې ضبط او سوځولي دي.