Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»کار اوټولنيزو چارو وزارت وايي يونيم ميليون کسانو ته کاري زمينه برابروو
    افغانستان

    کار اوټولنيزو چارو وزارت وايي يونيم ميليون کسانو ته کاري زمينه برابروو

    عمران آغاعمران آغا9 سپتمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسئولینو نن دوشنبه د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې د امارتي ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو د تشريح پروګرام خبري کنفرانس کې وویل: دغه وزارت د کار ملي کنفرانس په جوړولو او له بېلابېلو ادارو سره د ۱۵ تفاهم لیکونو په لاسلیکولو، هوډ لري چې ۱.۵ میلیونه کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي.

    مسئولینو زیاته کړه، په تېر یوه کال کې د کار بازار له اړتیا سره سم، ۷۴۷۳۸ کسانو ته فني او حرفوي زده کړې ورکړل شوي دي. همدا راز  ۱۱۸۷۵۵ کورنیو او ۳۳۸۱ بهرنیو اتباعو ته د کار جوازونه وېشل شوي، د فني او حرفوي زده کړو ۱۵ موسسو د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي او د ۴ نورو موسسو د فعالیت جوازونه تمدید شوي دي.

    د مسئولینو په وینا، د تېر کال په اوږدو کې له ۶۸ موسسو سره د پاملرنې، فني او حرفوي زده کړو او بشري مرستو په برخه کې د همکارۍ تفاهم لیکونه لاسلیک شوي، چې له دې لارې ۶۰ زره کسانو ته ګټه رسېدلې او ۳ زره نورو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

    په همدې ډول د کار او ټولنیزو چارو وزارت، په تېر یوه کال کې د اوو زونونو په کچه د کار بازار، کاري فرصتونو، کاري ځواک او فني او حرفوي زده کړو په اړه، هر اړخیز مطالعات ترسره کړي دي.

    مسئولینو څرګنده کړه، چې په تېر یوه کال کې له ۶۳۴۱ یتیمانو سره مرسته شوې او ۱۰۲۹۷ ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شوې ده. همدارنګه له قطر، روسیې او متحده عربي اماراتو سره د ماهرو او نیمه ماهرو کارګرانو د لېږلو په اړه، لازمه همغږي شوې او د ۹ تفاهم لیکونو مسودې هم په محلي او انګلیسي ژبه چمتو شوي دي. د دې تر څنګ، دغه وزارت له بېلابېلو ادارو سره د همکارۍ تفاهم لیکونو د لاسلیک له لارې له ۸۰۲۲۵۲ اړمنو کورنیو سره مرسته کړې ده.

    مسئولینو د خپلو خبرو په دوام وویل، چې د کار ملي کنفرانس د ژمنو تعقیب، د کار د جوازونو وېش، له ۲۷ ولایتونو څخه د کار بازار په اړه د هر اړخیزه معلوماتو راټولول او له قطر، ایران، سعودي عربستان، ترکیې او متحده عربي اماراتو سره د تفاهم لیکونو د لاسلیک تعقیبول، د وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

    د وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د زونونو په کچه د کارموندنې مرکزونو جوړول، د تقنیني اسنادو نهايي کول، په امارتي ادارو کې د پوهاوي ورکولو پروګرامونو تنظیم، د کارموندنې موسسو له کړنو څخه څارنه، د روزنیزو، فني او حرفوي پروګرامونو په لار اچول، د ماشومانو قضیو ته رسېدنه، د بې سرپرسته او یتیمو ماشومانو د ملاتړ پروګرامونو دوام او د کاري فرصتونو رامنځته کول؛ د وزارت تر کار لاندې پروګرامونه دي.

    مخکینۍ مقالهتېر کال له کندهاره د ۳۷ میلیونه ډالرو په ارزښت ممیز بهر ته صادر شوي
    راتلونکي مقاله د لرغونو اثارو د خونديتوب په دوام؛ غور کې د منار جام د استحکام عملي کارونه پيلېږي

    مربوطه لیکنې

    ملا نورالدین ترابي د سره صلیب نړیوال فدراسیون له سرپرست سره د بشري همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    1 جون 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    31 مې 2025

    ‏د جوزجان ولایت د یتیم تاق سیمې د ګازو د دریو څاګانو د کیندنې تړون لاسلیک شو

    31 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 1 جون 2025

    ملا نورالدین ترابي د سره صلیب نړیوال فدراسیون له سرپرست سره د بشري همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رئیس ملا نورالدین ترابي د سره صلیب…

    شخصي تقدس‌ پالنه او که د ملي حافظې تحریف؛ د خلکو په وړاندې د امرالله صالح چل او دروغ

    1 جون 2025

    پر غزې د اسرائیلي رژیم د بریدونو دوام؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸۶ تنه فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي

    31 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ملا نورالدین ترابي د سره صلیب نړیوال فدراسیون له سرپرست سره د بشري همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    1 جون 2025

    شخصي تقدس‌ پالنه او که د ملي حافظې تحریف؛ د خلکو په وړاندې د امرالله صالح چل او دروغ

    1 جون 2025

    پر غزې د اسرائیلي رژیم د بریدونو دوام؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸۶ تنه فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي

    31 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،940 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،876 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،865 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.