د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، “د تخار، بغلان، کاپیسا او زابل د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په هلو ځلو او د همکارې موسسې په مرسته ۱۳ تنه ردمرز شوي افغان ماشومان له خپلو کورنیو سره یوځای شول.
“په خبرپاڼه کې ويل شوي، په یادو ماشومانو کې ۵ تنه د تخار، ۴ تنه د بغلان، ۳ تنه د کاپیسا او یو تن د زابل اصلي اوسیدونکی و.
دا په داسې حال کې چې په دې وروستيو کې افغان ګډوال د ایران او پاکستان لخوا په زور او جبر له یادو هېوادونو ويستل کېږي.