د خوست نړیوال هوايي ډګر مسوولین وايي، چې کام اير شرکت په نږدې ورځو کې د سعودي عربستان پلازمېنې رياض او جدې ښارونو او د متحده عربي اماراتو اوبو ظبي ښار ته الوتنې پیلوي.
د یادونې وړ ده، چې کام اير هوايي شرکت اوسمهال د خوست له نړیوال هوايي ډګر څخه په اونۍ کې دوه ځلې د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار ته الوتنې ترسره کوي.
په دې وروستيو کې د هېواد په کچه له څو سترو هوايي ډګرونو څخه بېلابېلو شرکتونو ګاونډيو هېوادونو او نورې نړۍ ته مستقيم پروازونه پيل کړي، چې د افغان مسافرو په تګ راتګ کې یې خورا اساني راوستې ده.