سي ټي وي(CTV) خبر ورکړی چې، کاناډا د خپلو هغو سرتېرو د درناوي په موخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې یادګار جوړ کړ چې په افغانستان کې له څه باندې یوې لسیزې راهیسې جګړه کړې وه.
په دې مراسمو کې چې د دغه هېواد د وینیپیګ د پوځ په ریزرف برخه کې ترسره شول، یو زغره وال ټانک چې د افغانستان په جګړه کې کارول شوی و، پرانستل شو او دغه پوځي قطعه یې په دغه یادګار کې کېښوده.
د کاناډا د پوځ د دغې قطعې له مخې، د ۲۰۰۱ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ، د دغه هېواد د پوځ څه باندې ۴۰ زره عادي پوځي ځواکونو او ریزرف غړو په دې ماموریت کې برخه اخیستې وه.