د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د پنجشېر د زمرودو اوومه داوطلبي هم شوې، ، چې ۳۹۷۷ قیراطه زمرد پکې وپلورل شول.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ۱۲۴۶۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د ۳۹۷۷ قیراطه زمردو داوطلبي د پنجشېر د والي، کانونو رئیس، سیمهییزو مسوولینو، کان کېندونکو او رسنیو په شتون کې شوې ده.: «په دغه داوطلبۍ کې د هېواد ۱۰۰ تنو سوداگرو برخه اخیستې وه، دغه راز وروسته له هغې چې د دې ولایت د مشرتابه په کوښښ د پنجشېر زمردو د ښوولو او نړیوالو بازارونو ته د پېژندلو لپاره هڅې وشوې، د دې ولایت د زمردو د پلور بازار او نرخونه ښه شوي دي.»
د خبرپاڼې له مخې، اوس د دې ولایت زمرد د هېواد په نوم په لوړه بیه پلورل کېږي، د یادونې وړ ده چې د پنجشېر ولایت د زمردو کانونو د کېندنې په برخه کې پينځلس زره تنه په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کار بوخت دي او په راتلونکې کې به د کانونو د استخراج په پراختیا سره لا ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
مخکې دغه د زمردو کانونه د زورواکو له لوري کېندل کېدل؛ خو د اوس د حکومت تر څار لاندې کېندل کېږي، چې د کان کېندنې په چارو کې د پنجشېر اوسېدونکي برخه لري.د یادونې وړ ده، نږدې دوې اوونۍ وړاندې هم د پنجشېر د زمردو شپږمه داوطلبي شوې وه.