
الحزیرې راپور ورکړی، چې کانګو جمهوریت کې د کلتان د یوه کان نړېدو له امله څه باندې ۲۰۰ کسان مړه شوي دي.
د راپور له مخې، پېښه د یاد هېواد «کیوو» ایالت په روبایا سیمه کې رامنځته شوې.
ویل شوي، د پېښې د قربانیانو په ډله کې ښځې، ماشومان او ځایي سوداګر هم شامل دي.
کلتان، چې محصولات یې په پراخه کچه د برښنایي وسایلو په صنعت کې کارېږي، د ګانګو له مهمو کاني زېرمو څخه شمېرل کېږي.

