د تاریخ په پاڼو کې چې کله هم د ملتونو د ذلت او فکري غلامۍ داستانونه لیکل کېږي، نو د پاکستان د اوسنیو واکمنانو نوم به د شرم د لړلیک په سر کې وي. په ټولنیزو رسنیو کې د پاکستان د تش په نامه ګوډاګي لومړي وزیر شهباز شریف هغه وروستی ټویټ، چې ډونالډ ټرمپ ته یې پکې د ایران په اړه د «تضرع» او ننواتو زارۍ کړې وې، یوازې یو ډیپلوماټیک پیغام نه و، بلکې د یو داسې هېواد د خپلواکۍ د جنازې اعلان و چې ځان ته «اتومي ځواک» وايي.

د دغه ټویټ تر شا پټ حقیقت هغه مهال د نړۍ په مخ کې د پاکستان پاتې ابرو په سیند لاهو کړه، چې کله څرګنده شوه د پیغام په لومړۍ مسوده (Draft) کې لیکل شوي وو: «مسوده – په اېکس(X) کې د پاکستان د لومړي وزیر پیغام». دا وړه تخنیکي تېروتنه نه وه، بلکې دا د هغه لوی جنایت افشا کېدل وو چې ښيي په اسلام‌آباد کې ناست چارواکي د خپلو افکارو خاوندان نه دي، بلکې هلته یوازې له واشنګټن او شاید له تېل ابیب څخه راغلي «سکرېپټونه» کاپي، پېسټ او خپرېږي.

لکه څنګه چې امریکایي خبریال «ریان ګریم» په ډاګه کړې، د لومړي وزیر خپل کارمندان هېڅکله هغه ته داسې خطاب نه کوي؛ دا په دې معنی ده چې دا پیغام د پاکستان له پولو بهر د پردیو بادارانو په لاس لیکل شوی او شهباز شریف یوازې د یو «روباټ» په څېر د هغوی امر پر ځای کړی دی.

دا د یو ټویټ کیسه نه ده، دا د هغې فکري بې وزلۍ ننداره ده چې یو هېواد یې د «ډیجیټل مستعمرې» کچې ته راغورځولی دی. یوې خوا ته ایران دی چې د لسیزو بندیزونو او نړیوالو فشارونو سربېره یې خپله خپلواکي او غرور ساتلی او بلې خوا ته د پاکستان مقتدره کړۍ ده چې دومره بې وسه شوې چې د امن د غوښتنې لپاره هم ټکي له پردیو په پور اخلي. آیا دا د شرم ځای نه دی چې یو اټومي هېواد دومره واک نه لري چې د خپل ګاونډي په اړه دوه جملې په خپله خوښه ولیکي؟

په تهران کې د رسنیو او سیاسي فعالانو غبرګون کې چې د پاکستان دا هڅې یې «منافقت» بللی، په بشپړ ډول پر ځای دي. کله چې ستا د واک واګې د نورو په لاس کې وي، نو ستا د امن او منځګړیتوب نعرې یوازې یوه مسخره ده. ایران په دې ښه پوهېږي چې هغه لاسونه چې خپله ټویټ نشي لیکلی، هغه به څنګه د یوې لویې جګړې مخه ونیسي؟

شهباز شریف په دې کار سره د یو ولس سر په نړۍ کې ټیټ کړ. دا «کاپي پېسټ» حکمراني ثابتوي چې د پاکستاني ریاست ستنې خوسا شوې دي او د پرېکړو مرکزونه له اسلام‌آباده بهر انتقال شوي دي.

اې د پاکستان په مؤمن ولس مسلطو واکمنانو! که ستاسو په قلم کې دومره رنګ وي چې اسلامي خو پرېږده آن د ملي ګټو لپاره یو ټکی ولیکئ او که ستاسو په ضمیر کې دومره جرئت نه وي چې بادارانو ته «نا» ووایاست، نو لږ تر لږه خو د دغه ولس له ننګ او غیرت سره لوبې مه کوئ. تاریخ به تاسو د هغو کسانو په توګه یاد کړي چې د ډالرو په بدل کې یې خپله ژبه، خپل قلم، خپله خپلواکي، خپل کلتور او خاوره پردیو ته په ګرو کې ورکړې وه.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version