
د پاکستان د کراچۍ ښار په ګلشن اقبال سیمه کې د یوې کورنۍ درې ښځینه غړې په مرموز ډول وژل شوې دي.
رسنیو راپور ورکړی چې د وژل شویو ښځو جسدونه تېره ورځ (یکشنبه) په یوه اپارتمان کې موندل شوي دي.
سرچینو ویلي، چې په وژل شویو کې یوه مور، لور او اېنګور شاملې دي.
امنیتي ادارو ویلي، چې د پېښې په تړاو یې پلټنې پیل کړي او تر څېړنو وروسته به یې جزئیات خپاره شي.
د پاکستان په لویو ښارونو کې، مرموزې وژنې اوږده مخینه لري، چې پکې جنایي شبکې او د یاد رژیم د استخباراتي ادارو کارکوونکي ښکېل وي.

