د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې يو تن غل وژل شوی، یو بل ژوندی نیول شوی او درې تنه نور په تېښته بریالي شوي دي.
د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ امنيه قومانداني وايي امنيتي ځواکونو نن شنبه په دغه ولسوالۍ کې د غلو يوې پنځه کسیزې ډلې ته چې له پخوا د امنيتي ځواکونو تر څار لاندې وو، مرګژوبله اړولې.
د معلوماتو له مخې امنيتي ځواکونو غله څارلي او غلو د پوهېدلو په صورت کې ډزې کړي چې د امنيتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې یو تن غل اغا جانان د حاجي محمد زوی د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د میانجوی کلي اوسیدونکی وژل شوی، لعل د عبدالرحمن زوی د کندهار ښار د ۱۵مې ناحیې اوسیدونکی ژوندی نیول شوی او درې تنه نور غله د پیښې له ځای څخه تښتېدلي.