شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د سرپرست حکومت مرکزي ویاند مولوي ذبيحالله مجاهد وايي، کندهار کې د لوی اختر لمونځ د سرپرست حکومت د مشرتابه په امامت سره ادا شو.ښاغلي مجاهد پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي: «نن د کندهار په عیدګاه کې د لوی اختر لمونځ د سرپرست حکومت د مشرتابه په امامت ادا شو، چې زرګونه ښاریانو په کې ګډون درلود.»د یادونې ده چې نن (شنبه، د غبرګولي ۱۷مه) په افغانستان او د سیمې په یو شمېر نورو هېوادونو کې د لوی اختر لومړۍ ورځ لمانځل کېږي.
د دفاع وزارت د بېلابېلو جزوتامونو ۱۳۸ ځوان منسوبین له مسلکي زدهکړو فارغ او دندې ته چمتو شول25 اگست 2025
د افغانستان لپاره د امريکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد: ايا افغانستان انټرنشنل کوم خبري سازمان دی او که د کومې جبهې تر پوښ لاندې فعاليت کوي؟25 اگست 2025