د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د ارغنداب سیندیزې فرعي حوزې ریاست له لوري په کندهار ولایت کې د ظاهرشاهي کانال د هغو برخو د بیارغونې چارې، چې د تېرو سېلابونو له امله ویجاړې شوې وې، پیل شوې.
نږدې دوه اوونۍ وړاندې د ارغنداب سیندیزې فرعي حوزې ریاست له لوري د ظاهر شاهي کانال د اوبو د ښه تنظیم، کنټرول او وېش په موخه د نوموړي کانال د اوبو د وېش ۱۳ دروازې رغول شوې وې او یوه نوي دروازه یې نصب کړې وه او همدارنگه یې د حفظ او مراقبتي چارې هم تر سره کړې وې.
نوموړی کانال د کندهار ښار په گډون څو ولسوالیو ته د اوبو رسولو په برخه کې اړین رول لري او د زرگونو هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا هم لري.
له بلې خوا، د دهلي بند هم پرچاو شو، چې له دې سره به په کندهار ولایت کې تر ډېره د کرنې لپاره د اوبو کمښت ستونزه هواره او د ځمکې لاندې اوبو کچه به هم لوړه شي.