د کندهار د کرنې، اوبولگولو او مالدارۍ ریاست وايي، په دغه ولایت کې سږ کال د کشمالیو(ریحان)، ممپلیو او انگورو په حاصلاتو کې د پاموړ ډېروالی راغلی دی.
د یاد ریاست د مسوولینو په خبره، د ارغنداب ولسوالۍ پر سلگونه جریبه ځمکه د انگورو بڼونه او ترڅنگ یې د ریحان او ممپلیو کروندې کرل شوي دي، چې د تېرو کلونو په پرتله د دغو کرنیزو توکو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
سږني کال د حاصلاتو اساسي لامل پر وخت د زیاتو ورښتونو او په غیر موسم کې د وروښتونو نشتون، د سطحې اوبو زیاتوالی او د کرنې له نوو لارو چارو سره د بزگرانو بلدتیا ده، چې نه یوازې د انگورو، ریحان او ممپلیو بلکې د غنمو په حاصلاتو کې یې هم ډېروالی راوستی دی.
په هېواد کې د نشهيي توکو د کښت د بندېدو وروسته بزگرانو نورو کرنیزو توکو ته مخه کړې ده، چې ښه حاصل ورکوي او بیه یې هم لوړه وي.