Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»کندوز کې د بغاوتګرو د یوې نوې ډلې یو غړی نیول شوی
    افغانستان

    کندوز کې د بغاوتګرو د یوې نوې ډلې یو غړی نیول شوی

    صابر افغانصابر افغان8 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په کندوز کې یوې امنیتي سرچینې «هندوکش غږ» ته ویلي، چې نن یې د کندوز په مرکز کې د بغاوتګرو د یوې نوې ډلې یو فعال غړی نیولی دی.

    د یادې سرچینې په خبره، نن یې د کندوز د مرکز اړوند د «پیوند قلبها» هوټل ته نږدې محمد حکیم د محمد کریم زوی نیولی، چې اصلاً د بغلان د پل‌حصار ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

    د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، نیول شوی تن د یوې نوې جوړې شوې ډلې (اقتدار مردمي) فعال غړی دی او دوه حلقې چسپکي ماینونه ورسره نیول شوي دي.:«د دې ډلې مشري ډاکټر نسیم کوي. نوموړی په پخواني حکومت کې د ولسي جرگې غړی و او اوس په بهر کې مېشت دی.»

    د سرچینې په خبره، یاد تن د کندوز ولایت د استخباراتو له لوري نیول شوی او پر خپل جرم یې اعتراف هم کړی، چې د دوسیې تر بشپړېدو وروسته به عدلي ـ قضايي ارگانونو ته وسپارل شي.

    پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ راهیسې په بېلابېلو نومونو جبهې جوړې شوي دي، چې گڼ غړي یې نیول شوي او یا هم وژل شوي دي.

    نږدې لس ورځې وړاندې د کندوز په څنگ لوري ولایت بغلان کې د بغاوت ډلې دوه مهم قومندانان عبدالصمد مشهور په حمزه کوهگدای او خیرالله په نوم دوه غړي وژل شوي وو.

    یادو بغاوتیانو د تېر لوی اختر په درېیمه ورځ د یو ویډیويي کلیپ له لارې خپل موجودیت اعلان کړی وو او غوښتل یې چې عامه نظم اخلال او ګډ وډ کړي.

    افغان امنیتي ځواکونه هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې هغه ډلې به سر پورته کولو ته پرې نه‌ږدي چې عامه نظم اخلالوي.

    مخکینۍ مقالهلوگر کې ۲۹۲ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.
    راتلونکي مقاله کندوز کې د بغاوتګرو د یوې نوې ډلې یو غړی نیول شوی

    مربوطه لیکنې

    پاکستاني رژيم ته د ملي دفاع وزارت خبرداری؛ د مناسب او حساب شوي ځواب په تمه شئ

    22 فبروري 2026

    ننګرهار کې له ۶۰ کلن سپين ږيري سره د يوې اته کلنې انجلۍ د نکاح مخه نيول شوې

    18 فبروري 2026

    امنيتي ځواکونو د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۴۴ تنه نيولي

    12 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 22 فبروري 2026

    مبهم دریځونه او ښکاره تړاوونه؛ سیاسي ډلې د ازموینې په ډګر کې

    پاکستان په دې وروستیو کې له سختې امنیتي، اقتصادي او سیاسي بې ثباتۍ سره مخ…

    پخوانی پاکستانی پوځي افسر، عادل راجا: پاکستاني رژیم افغانستان ته د استول شویو وسلو پر نیول کېدو، د شرم پر ځای پر معصومو افغانانو هوایي بریدونه وکړل

    22 فبروري 2026

    پاکستاني رژيم ته د ملي دفاع وزارت خبرداری؛ د مناسب او حساب شوي ځواب په تمه شئ

    22 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    مبهم دریځونه او ښکاره تړاوونه؛ سیاسي ډلې د ازموینې په ډګر کې

    22 فبروري 2026

    پخوانی پاکستانی پوځي افسر، عادل راجا: پاکستاني رژیم افغانستان ته د استول شویو وسلو پر نیول کېدو، د شرم پر ځای پر معصومو افغانانو هوایي بریدونه وکړل

    22 فبروري 2026

    پاکستاني رژيم ته د ملي دفاع وزارت خبرداری؛ د مناسب او حساب شوي ځواب په تمه شئ

    22 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،108 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،061 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،121 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.