
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند، صدیق الله نصرت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې افغان دفاعي ځواکونو د کنړ په دانګام ولسوالۍ کې د فرضي کرښې پورې غاړه، د پاکستاني رژیم د پوځ یوه پوسته په نښه او لهمنځه وړې ده.
د نوموړي په وینا، پاکستاني عسکرو له دې پوستې د افغانستان پر لور ډزې کولې او ملکي خلکو ته یې زیان رساوه.

