
د کرنې اوبو لګولو مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، چې نن (یکشنبه) کنړ ولایت کې په رسمي ډول د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پیل شوی.
سرچینې زیاته کړې، چې دغه عملي اقدام د چاپېریال ساتنې د ارزښت او شنهوالي د ودې په برخه کې د حکومتي ادارو ژمنتیا څرګندوي.
ورته مهال د کنړ ولایت د چاپېریال ساتنې رئیس ډاکټر محمد رحمن له خلکو یې وغوښتل چې د پسرلي موسم په را رسېدو سره د نیالګیو کېنولو ته جدي پاملرنه وکړي.

