ټول دولتي او ملکي کسان له جواز پرته د وسلو ګرځولو حق نه لري
کورنیو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې د ټولو سپکو او درنو وسلو د ګرځولو لپاره پخواني جوازونه، استعلامونه، مکتوبونه او خطونه لغوه اعلان کړي او ویلي یې دي چې نوي جوازونه د جرمونو د کشف او پر وړاندې یې د مبارزې ریاست د ډایاک مدیریت لخوا ویشل کیږي.
د دغه وزارت په اعلامیه کې همدا راز د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم په حواله لیکل شوي چې، د اسلامي امارت مسوولین، منسوبین او عامه هېوادوال دې له جواز پرته د وسلو له ساتلو او ګرځولو ډډه وکړي.
په اعلامیه کې راغلي، د موټرو د تورو ښېښو او پردو لپاره هم جوازونه د همدې مدیریت لخوا ویشل کیږي او له جواز پرته حکومتي او ملکي وګړي د تورو ښېښو او پردو لرونکو موټرو د ګرځولو اجازه نه لري.