
د کورنیو چارو وزارت وایي، د فراه ولایت د شیبکوه ولسوالۍ امنیتي او کشفي ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې، ۱۶۲۴ دانې د دهشکې او ۱۰۳۰ دانې د زیکویک مرمۍ کشف او ضبط کړې دي.
امنیتي ځواکونو ډاډ ورکړی، چې د ناقانونه وسلو او مهماتو پر ضد به خپلو عملیاتو ته په دوامداره توګه ادامه ورکوي، څو د هېوادوالو امنیت خوندي او عامه نظم ټینګ وساتل شي.

