شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي، نېکمرغه لوی اختر د لمانځه مراسم په ټول هېواد کې په امن او سولهییزه فضا کې پای ته رسېدلي.د ښاغلي قانع په خبره، په همدې موخه امنیتي ځواکونو په ټول ځواک د هېواد بېلابېلو سیمو کې د خلکو امنیت لپاره ګمارل شوي.کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع زیاته کړې چې، د خلکو خوښي او ارامي یې بنسټیز لومړیتوب دی او د اختر پاتې ورځو کې به د امنیت د ټینګښت په برخه کې خپلې هلې ځلې لا پراخې کړي.نوموړي ویلي، پولیس ځواکونه له نورو امنیتي ځواکونو سره په بشپړې همغږۍ د هېواد په هر ګوټ کې ستاسو تر څنګ ولاړ دي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکا د استخباراتي ادارو يوه تحلیلي ارزونه خپره کړې، چې پکې ویل شوي، چې پوځي فشار او حتا پراخ پوځي بریدونه هم په ایران کې د سیاسي نظام د بدلون لپاره کافي نه ګڼل کېږي.9 مارچ 2026