د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د غلا، قمار، ناقانونه ښکار، انساني قاچاق، ناسمه گټه اخیستو او اخلاقي فساد په تړاو ۲۹ تنه نیولي دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، هرات کې شپږ تنه د غلا په تړاو، اووه جوارگر په بلخ، پینځه تنه د الوتونکو د ناقانونه ښکار په تړاو په بامیان، څلور غله په روزگان، دوه تنه د انساني قاچاق په تړاو په کندهار، دوه وسلهوال د مجاهدینو له نوم څخه د گټې په تړاو په غزني، یو غل په زابل او دوه تنه د اخلاقي فساد په تړاو په سمنگان کې نیول شوي دي.
همدارنگه یاد وزارت ویلي، د نشهیي توکو سره د مبارزې پولیسو زابل کې نشهیي کروندې له منځه وړي او د نشهیي توکو د قاچاق په تړاو یې یو تن له ۱۷۲ کیلو تریاکو په سره په تخار او یو تن د فراه په ابو نصر فراهي بندر کې له ۱۲۳ کیلو هیرویینو سره نیولي دي.
همداراز پولیسو د نشهیي توکو د پلور او قاچاق په تړاو دوه تنه په پکتیا، یو تن په روزگان، درې تنه د نشهیي توکو کارولو په تړاو په تخار او په نیمروز کې د ۷۰ بوشکو تېزابو د قاچاق مخنیوی کړی دی.
یاد وزارت ویلي، پولیس شپه او ورځ هڅه کوي امنیت اخلال کوونکي ونیسي، څو هېوادوال په ارام ډول خپل ژوند ته دوام ورکړي.