د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، تر دې دمه یې په تخصصي تشو بستونو کې د ازادو سیالیو له لارې نږدې پینځهنیم سوه کسان نوي په دندو گمارلي دي.
د یاد وزارت د بشري سرچینو رئیس محمد هارون صدیقي وايي، په ۱۴۰۲ کال یې په اوو پړاوونو کې د ۵۳۹ تخصصي تشو بستونو ازموینه اخیستې، چې بستونه د ټولنیزو رسنیو له لارې اعلان ته ورکړل شوي وو او له مخې یې وړ او اهل کسان په دندو گمارل شوي دي.
د صدیقي په خبره، د کور او ښار جوړولو وزارت په مرکز کابل او ولایتونو کې د اداري اصلاحاتو ادارې په همکارۍ او وړ کسانو ته د کار سپارلو په موخه په رڼه بڼه برېښنایي ازموینه اخیستې ده.: «د کور او ښار جوړولو وزارت په روان ۱۴۰۳ کال کې هم هوډ لري چې تخصصي خالي بستونه د ازادو سیالیو له لارې وړ او اهل کسانو ته وسپاري، تر څو خلکو ته د کار کولو زمینه برابره شي او د چارو واگې د مستحق کسانو په واک کې شي.»
که څه هم یاد وزارت د وړ او اهل کسانو د گمارنې خبره کوي، خو په هېواد کې گڼې ادارې تورنې دي چې د وړ او تخصصي بستونو کې یې هم خپل خپلوان گمارلي دي، چې له امله یې د یادو ادارو کارونه ټکني شوي دي.