د کونړ ولایت د وټه پور ولسوالۍ اړوند د څپرې دره د لومړي ځل لپاره د روغتیایي خدماتو څخه برخمنه شوه او روغتیایي مرکز په کې پرانیستل شو.د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریاست مسولین وايي، چې د یادې سیمې اوسېدونکو روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه درلود او ناروغان به یې له سختو ستونزو سره، سره لرو پرتو روغتیایي مرکزونو ته د تداوۍ په موخه انتقالول.د عامې روغتیا ریاست مسولین وایي، چې د ناروغانو د تداوۍ په موخه یې د اوس لپاره په یوه شخصي کور کې روغتیایي خدمات پیل کړل او په نږدې راتلونکې کې به د روغتیایي مرکز د ودانۍ چارې هم پيل کړي.بل لور ته د څپري درې اوسېدونکي وايي، دا یې په ټول ژوند کې لومړی ځل شو، چې د حکومت لخوا ورته روغتیایي مرکز جوړ او د ناروغانو د درملنې ستونزه یې حل کړه.دوی وایي، چې پخوا یې روغتیايي لومړنیو اسانتیاو ته هیڅ لاسرسی نه درلوده، له همدې امله یې زیات شمېر ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکاوه.د دغې درې اوسیدونکي خوښ دي، چې اوس مهال له روغتیایي خدماتو څخه برخمن شول.دوی د اړوندو مسولینو څخه غواړي، چې د دا ډول نورو ستونزو هوارۍ ته یې هم اوږه ورکړي.