د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی چې د ياد وزارت اړوند د کونړ ولایت د امر بالمعروف ریاست محتسبینو د هغې اجباري نکاح مخه نيولې چې له امله یې یو پلار خپله ۱۸ کلنه لور د (۲۰۰۰۰۰) افغانیو په بدل کې ۷۰ کلن سپينږيري ته ورکوله.
خبرپاڼه زياتوي چې محتسبینو د دې جبري نکاح د مخنيوي سربېره خلکو ته روښانه کړې، چې د شریعت له مخې، نکاح یو مقدس تړون دی او د دواړو لوریو خوښه پکې اړینه ده.
ياده دې وي چې په دې وروستيو کې د هېواد په ډېر شمېر ولايتونو کې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر محتسبينو د کم عمره او په جبري توګه د انجونو د نکاح مخه نيولې چې ياد کار د خلکو له پراخ هرکلي سره مخ شوی.