د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د کونړ په نورگل ولسوالۍ کې د یو چیکډیم د جوړولو چارې پیل شوې، چې په بشپړېدو سره به یې د ځمکې لاندې اوبه پیاوړي شي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د صافو شولت چیکډیم د پینځه مېلیونه افغانیو په لگښت جوړېږي، چې مالي چارو ته یې د اوبو او انرژۍ وزارت اوږه ورکړې ده.: «د دغه چیکډیم چارې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لگښت د یوه کورني شرکت له لوري پرمخ وړل کېږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به د ځمکې لاندې اوبه پیاوړي شي.»
د خبرپاڼې له مخې، پرون هم د کونړ سیندیزې فرعي حوزې مسوولینو د دغه ولایت په شیگل او مرورې ولسوالیو کې قراردادي شرکتونو ته د چیکډیمونو د جوړولو په موخه مشخص سیمې وسپارل شوې.
د یاد وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال د هېواد په گڼو ولایتونو او ولسوالیو کې د چیکډیمونو د جوړولو چارې روانې دي، چې په بشپړېدو سره به یې زرگونه کرنیزه ځمکه خړوبه او هم به ورسره د ځمکې لاندې اوبه پیاوړي شي.