
نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د کوېټ پر علي السالم هوایي ډګر د ایران په تازه ډرون او توغندیزو بریدونو کې ۱۵ امریکایي سرتېرې ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې، له دې سره د جګړې له پیل راهیسې د ایران په بریدونو کې د ټپي شویو امریکایي پوځیانو شمېر ۳۷۳ تنو ته لوړ شوی.
ویل شوي، د ټپیانو په ډله کې د ۱۱ تنو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

