Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»ګوادر کې بريد ګڼ مالي او ځاني زيانونه اړولي، خو پاکستاني چارواکي کره ارقام نه په ډاګه کوي
    سیمه

    ګوادر کې بريد ګڼ مالي او ځاني زيانونه اړولي، خو پاکستاني چارواکي کره ارقام نه په ډاګه کوي

    حبیب الرحمن سروشحبیب الرحمن سروش21 مارچ 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    تېره ورځ مازيګر ناوخته يو شمېر برېدګرو د پاکستان د بلوچستان ايالات په ګوادر بندر په اداري کمپلکس بريد وکړ، چې ګڼ مالي او ځاني زيانونه يې واړول.

    يو شمېر رسنيو د بلوچستان ایالات د مسولينو په حواله راپورونه خپاره کړي او ويلي يې دي، چې د چهار شنبې ورځ مازيګر مهال اته برېدګرو د ګوادر په اداري کمپلکس لومړی یوه درنه چاودنه وکړه او بيا اداري کمپلکس ته ننوتل او جګړه يې پیل کړه.

    د ګوادر مرستيال کمېشنر رسنيو ته ویلي، چې جنګ ړ شپې تر ناوخته پورې دوام وکړ، هغه وايي چې په دې برېد کې يوازې، يو پوليس افسر وژل شوی، خو يو شمېر رسنيو بیا ويلي چې په برېد کې د اداري کمپلکس ډېره برخه له منځه تللې او د دغه بريد تلفات زيات دي.

    د پاکستان حکومت زیات وخت د داسې برېدونو د مرګ ژوبلې ارقام يا پټوي او يا يې هم ډېر وروسته له رسنيو سره شريکوي.

    رويټرز خبري اژانس په ګوادر بندر کې د يوه حکومتي چارواکي سعيد احمد عمراني په حواله ليکلي، چې په ګوادر کې د بريدکوونکو لخوا د استخباراتي ادارو په ګډون يو شمېر دولتي ودانۍ په نښه شوې دي.

    عمراني رويټرز خبري اژانس ته ويلي، چې د پاکستاني ځواکونو د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه ارقام راټولوي.

    په دغه ځای کې عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي، چې لومړی يوه درنه چاودنه وشوه، د نږدې شاه خوا سيمو ور اخوا لريو پرتو سيمو کې يې هم غږ اورېدلی شوی او خلکو ته يې مالي زیانونه اړولي.

    دوی زياته کړې، چې له لومړنۍ درنې چاودنې وروسته د اته وړو چاودونو او ډزو غږونه هم اورېدل شوي، چې د شپې تر ناوخت يې دوام وکړ.

    د بلوڅو ازادي غوښتونکو غورځنګ د دغه بريد مسوليت منلی او وايي، چې په ګوادر کې يې د پاکستان استخباراتي تاسیسات يې په نښه کړي او او د ISI څلور لوړ رتبه مامورینو ترڅنګ يې ګڼ شمېر نورو حکومتي چارواکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

    ګوادر بندر هرمز تنګي ته نژدې د عرب سمندرګي د تېلو د بېړيو يوه حياتي او ستراتيژيکه لار ده، چې دغلته د پاکستان ډېر مهم حکومتي دفترونه شته، د ايس کمپلکس کې د برېښنا چارو اړوند د ( واپډا) د ټاکنو کمېسيون او نور مهم امنيتي دفترونه هم شتون لري.

    دغه بريد په داسې حال کې ترسره کېږي، چې څه موده وړاندې په شمالي وزيرستان کې د پاکستان د پوځ په يوه مرکز درنه چاودنه شوې وه او تر چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي و.

    په دغه برېد کې د پاکستان ګڼ شمېر پوځان وژل شوي او ژوبل شوي و.

    مخکینۍ مقالهد اصف دراني غیر مسؤوله څرګندونې او د اسلامي امارت سیاسي شعور
    راتلونکي مقاله په غزه کې د موقت اوربند د رامنځ ته کېدو په پار د امریکا هڅې زیاتې شوي دي

    مربوطه لیکنې

    د ایران د قضائیه قوې مشر غلام حسین محسني ايراني لاريون کوونکو ته: دا ځل توپير لري، هېڅ ډول نرمي او بښنه به درته ونه شي

    9 جنوري 2026

    د ایران مذهبي مشر، علي خامنه‌‌یي: ایران به خپلو دښمنانو ته غاښ‌ماتوونکی ځواب ورکړي

    9 جنوري 2026

    ایران د صهیونیستي رژیم استخباراتو ته د جاسوسۍ په تور یو تن اعدام کړ

    7 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 10 جنوري 2026

    خوست کې نږدې ۱۴ سوه جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

    د عدلیې وزارت وایي، د خوست ولایت د مرکز اړوند په غړومبۍ او مټه چینې…

    ملي دفاع وزارت بې سرنوشته پاتې مجاهدين په خپلو ليکو کې په دندو ګماري

    10 جنوري 2026

    روسيه وايي کېيف کې د قطر سفارت ته د زيان رسولو په پېښه کې لاس نه لري

    10 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    خوست کې نږدې ۱۴ سوه جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

    10 جنوري 2026

    ملي دفاع وزارت بې سرنوشته پاتې مجاهدين په خپلو ليکو کې په دندو ګماري

    10 جنوري 2026

    روسيه وايي کېيف کې د قطر سفارت ته د زيان رسولو په پېښه کې لاس نه لري

    10 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،102 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،051 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،111 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.