د سیمهییزو سرچینو د راپورونو له مخې د بلوچستان ایالت په ګوادر سیمه کې د ځمکني ماین په چاودنه کې درې پاکستاني پوځیان هلاک شوي دي.
راپورونه کاږي په دغه چاودنه کې یو تن ملکي وګړي هم خپل ژوند له لاسه ورکړی.
پاکستاني چارواکو دغه پېښه تائید کړې خو د هلاک شویو پوځیانو د هویت په اړه یې څه نهدي ویلي.
یاده دې وي چې تېره ورځ د خیبر پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې د پاکستاني طالبانو په بریدونو کې هم ۱۹ تنه پاکستاني پوځیان هلاک شوي دي.