د پاکستان په ټولټاکنو کې د بې نظمیو د پلټنې په اړه د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترېش د غوښتنې ترڅنګ په پاکستاني چارواکو او سیاسي مشرانو غږ کړی، چې د تېرې اونۍ ټاکنو په تړاو مسایل له قانوني لارو چارو حل و فصل کړئ.
ګوترېش له پاکستاني سیاستوالو غوښتي؛ له هغو کړنو صرف نظر شئ، چې تاوتریخوالي ته پکې لمن وهل کېږي.
د فېبرورۍ د اتمې دا ټاکنې وروسته له هغه د درغلیو او بې نظمیو له تورونو سره مخ شوې، چې پایلې یې له ډېرې وځنډېدې او د رایې اچونې په ورځ د موبایل خدمتونه ځنډول شوي وو.
د تحریک انصاف ګوند اړوند خپلواک نوماندان د ۹۲ څوکیو په ترلاسه کولو سره مخکښ دي، ورپسې مسلم لیګ (ن) ۷۹ او پیپلز ګوند ۵۳ څوکۍ لري.