یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
یحیی السنوار د صهیونیزم د ورځو او شپو وېروونکی خوب و، هغه زړور سړی چې په یوازې ځان یې ټول اشغالګر رژیم او د هغوی تشکیلات ننګولي وو.
هغه کولای شو چې د خپل بنديتوب پر مهال له صهیونیستانو سره همکاري وکړي او هغوی پرې د دنیا د خیر دروازې ور پرانېزي، لکه څنګه چې هغه کولای شول خپل شل کاله عمر چې په زندان کې یې تېر کړي وو، په واکمنۍ سره جبران کړي او د خپل ټول عمر لپاره د قدرت او واکمنۍ خوند واخلي، خو هغه د دنیا ټولې هیلې تر پښو لاندې کړې او هغه لاره یې غوره کړه چې یوازې اتلان یې تعقیبوي، یوه داسې لاره چې پای یې پرته له سعادت بل څه نه وي.
له (طوفانالاقصی) اوریزې معرکې او د صهونیستي رژیم د دروغجن ځواک او حیثیت د ماتېدو څخه د یو کال زیات وخت تېر شو، او په پای کې بالاخره یحیی السنوار شهید شو.
هو! سنوار شهید شو، خو داسې نه لکه څنګه چې دنیا یې د وژل کېدو تمه درلوده، بلکې د هغه شهادت هم پر صهیونیستي رژیم یو دروند ګوزار و او یو ځل بیا یې د هغوی د قدرت پوچي نړۍ ته ښکاره کړه.
په تېر یو کال کې اشغالګر رژیم وخت په وخت ادعا کوله چې سنوار تر ځمکې لاندې تونلونو کې دی، کله به یې ملکي خلک په نښه کول او ادعا به یې کوله چې سنوار یې په منځ کې پټ دی، کله به یې ویل چې ځان یې د اسیرانو په کړۍ کې خوندي کړی، او کله کله به یې ویل چې د هغه ځای یې موندلی خو د اسیرانو له امله یې نه په نښه کوي.
خو سنوار په دغو ځایونو کې نه، بلکې د اشغالګر رژیم د عسکرو څو قدمۍ کې، د جګړې په لومړۍ کرښه کې و او تر وروستۍ شېبې پورې زړور وجنګېد.
هو! سره له دې چې سنوار د صهونیستي ځواکونو له خوا د ټانک په ډزو کې سخت ټپي شوی و، له مبارزې یې لاس وانخیست، او ځکه چې د اشغالګر رژیم ډارن پیاده ځواک د دې زړور سړي سره د مخامخ کېدو توان نه درلود، په پای کې مجبوره شول چې بیاځلې د ټانک په واسطه ډزې وکړي او په دې ډول د اسلامي نړۍ دا ویاړلی سردار د خپل رب دیدار ته ورسېد.
سنوار په تېرو کلونو کې په ډېرو مجلسونو او محفلونو کې ویلي و چې له مرګ وېره لري خو له شهادت نه، هغه نه غوښتل چې په خپله بستره کې ومري، نه په ترافيکي پېښو کې، نه په دماغي سکتې یا قلبي سکتې سره، بلکې هغه شهادت د خپل ځان لپاره د صهونیستي رژیم تر ټولو غوره ډالۍ بلله؛ هغه د اسلام د صدر د قوماندانانو په څېر د جهاد او مبارزې په لومړۍ کرښه کې ولاړ و، تر دې چې الله تعالی یې دعا قبوله کړه او شهادت یې نصیب شو.
هو! هغه شهید شو په داسې حال کې چې په لاس کې یې وسله وه، د ۲ میلیارده مسلمانانو د مقدساتو د دفاع په لار کې ولاړ و او د خپل پخواني او مکار دښمن پر ضد جنګېده.
خو هغه څه چې په دې لیکنه کې د یادولو وړ دي دا دي چې دا دین او دا عقیده به د امت د قوماندانانو او سردارانو په شهادت له منځه ولاړه نه شي، بلکې د دې امت د هر قوماندان او زړور سړي وینه به د دې لارې لپاره د رڼا او څراغ په څېر وي.
سنوار د اکتوبر په ۲۹مه نړۍ ته سترګې خلاصې کړې، د اکتوبر په ۱۸مه له اسارته ازاد شو، بیا د اکتوبر په ۷مه یې د طوفانالاقصی معرکه پیل کړه او په پای کې د اکتوبر په ۱۷مه شهادت ورته نصیب شو، او په دې ډول هغه ته د اکتوبر ځلانده ستوری نوم ورکړل شو.