یو شمېر عربي رسنیو راپور ورکړی، چې د یمن حوثي ځواکونو دې هېواد کې د ملګرو ملتونو ۱۱ کارکوونکي نیولي دي.
العربیه خبري شبکې ته د ملګرو ملتونو ویاند “سټیفن دوجاریک” د خپلو کارکوونکو نیونه تائید کړې او ویلي یې دي، چې هڅه کوي ټول یرغمل شوي کسان له کوم شرط پرته بېرته راخوشې کړي.
په راپورونو کې ویل شوي، چې د یمن حوثي ځواکونو له تېرو دوه ورځو راهېسې په دې هېواد کې په لسګونو د ملګرو ملتونو په ګډون سیمه ییز او نړۍوال کارکوونکي له کوم دلیل پرته نیولي دي.
حوثي ځواکونو وروسته له هغې په یمن کې د ملګرو ملتونو کارکوونکي په نیولو پیل وکړ، چې تېره پنجشنبه امریکایي او بریتانیایي ځواکونو په ګډو هوایي بریدونو کې په صنعا، حدیده او تعزرا ښارونو کې د دې ډلې ۱۳ پوستې په نښه کړې.