په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه بنسټ (یوناما) پر خپله اېکس پاڼه یا پخواني ټوټر لیکلي، چې په بغلان ولایت کې د وروستیو اورښتونو او سیلابونو له امله ۶۰ زره تنه اغیزمن شوي دي.
په افغانستان کې د یوناما د بشري چارو مرستیال “اندریکا راټوات” له بغلان ولایت څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې په مړو شویو ۱۸۲ تنو کې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
یوناما زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو مرستندویه ډلې بدخشان، بغلان او تخار کې سېلاب ځپلو ته د لومړنیو مرستو وړاندې کولو لپاره استول شوي دي.
اندریکا راټوات وایي، چې نړۍواله ټولنه دې په افغانستان کې د سېلاب ځپلو خلکو اړتیاوو پوره کولو کې همکاري او ملاتړ وکړي.
نوموړي زیاته کړې چې ملګرو ملتونو او شریکانو یې تراوسه د ۱۵ زرو سېلاب ځپلو لاسنیوی کړی دی.
د وروستیو اورښتونو او سیلابونو له امله په بغلان، تخار، بدخشان، غور او ګڼ شمېر نورو ولایتونو کې خلکو ته سخت ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
افغان حکومت په ټولو ولایتونو کې د سیلابونو له امله قرباني شویو کورنیو سره پر وخت د لومړنیو ضروري توکو مرسته کړې او د مرستو لړۍ لا دوام لري.