د ملگرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق(یونېسف) وايي، افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د چاودېدونکو توکو له امله تر ټولو ډېر ککړ دی.
یادې ادارې په غزني او هرات ولایتونو کې په دوو جلا پېښو کې د چاوېدونکو توکو له امله د ماشومانو وژل کېدو او ټپي کېدو باندې خواشیني ښودلې ده.
یونېسف په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې گڼ چاودېدونکي توکي پکې ښخ شوي دي او دغه چاره بدې پایلې لرلی شي.:«موږ د قربانیانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي څرگندوو او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله کوو. ماشومان حق لري چې په خوندي چاپېریال کې ژوند وکړي. موږ باید د ماین پاکولو هڅې ډېرې کړو او د ماین خطر زدهکړې باره کې عامه پوهای زیات کړو.»
د ملگرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق(یونېسف) دغه څرگندونې وروسته له هغه کړې چې په غزني کې د ماین چاودنې د وروستۍ پېښې له امله ۹ ماشومان وژل شوي دي.
افغانستان لا هم د نړۍ د هغو هېوادونو په سر کې دی چې گڼ چاودېدونکي توکي پکې ښخ شوي دي.
که څه هم له تېرو څلوېښت کلونو راهیسې د ماین پاکولو جلا جلا موسسو په دغه برخه کې کار کړی، خو افغانستان لا هم له ماینونو پاک شوی نه دی.