د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسولین وایي، چې په افغانستان کې ۲۱ میلیونه وګړي د اقلیمي بدلون له امله د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.
په کابل کې د خبري ناستې پر مهال د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مرستیال وویل، چې تیرې جګړې د دې لامل شويدي، چې افغانستان د اقليمي بدلون له امله سخت زيان وویني.
په ورته مهال د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې “اوچا” راپور خپور کړی و، چې اقلیمي بدلون په افغانستان کې اوبو ته د کورنیو لاسرسی ۶۰ سلنه کم کړی دی.
تر دې وړاندې د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي و، چې په افغانستان کې له هرو ۱۰ کسانو ۸ یې پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او ناپاکې اوبه څښي؛ دغې ادارې زیاته کړېدده، چې ۹۳ سلنه ماشومان په هغو سیمو کې ژوند کوي، چې د اوبو له پلوه ګواښ سره مخ دي.
دا راپورونه په داسې حال کې خپرېږي، چې راتلوونکې اونۍ به د ننګرهار پوهنتون د اقلیمي بدلون په اړه د نړۍوال سیمینار کوربه وي، دغه سیمنار به درې ورځې دوام وکړي.